• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د بشردوستانه مرستو ترلاسوونکو باندې د اسراییلي ځواکونو ډزو ته غبرګونونه

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

په غزه کې د بشردوستانه مرستو ترلاسوونکو باندې د اسراییلي ځواکونو ډزو په نړۍ کې پراخ غبرګونونه ښودل دي. د فرانسې ولسمشر له غزې څخه په خپرو انځورونو خپله سخته غوسه څرګنده کړې ده. د هغه په ​​وینا، د اسراییل ځواکونو ملکي وګړي په نښه کړي.

ایمانویل مکرون دغه برید غندلی او له اسرابیل پوځ یې غوښتي، چې نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

دې پېښې ته په غبرګون کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې دا پېښه په نږدې پنځه میاشتنۍ جګړه کې د اوربند حساسې خبرې اترې پېچلې کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل "واشنګټن به د [ددې برید په اړه] تحقیقات له نږدې وڅاري او د ځواب ویلو لپاره به فشار راوړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، حقیقت دا دی چې دا ځل اسراییل د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي دي. دغه وزارت پر اسراییل تور ولګاوه چې "په پوهه او ډله ییزه توګه د فلسطینیانو د نابودلو اراده لري."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل دغه پېښه د منلو وړ نه بولي.

ښاغلي بوریل په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "زه د غزې د ملکي وګړو د یو بل قتل عام په اړه په ویره کې یم."

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، ۱۱۲ فلسطینیان چې د خوراکي توکو مرستې ته په تمه وو، د اسراییل ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

اسراییل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې قربانیان د مرستندویه لاریو تر برید وروسته تر پښو لاندې شوي او وژل شوي دي. په همدې حال کې؛ په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي وویل، چې په لسګونو قربانیان په "سرونو" ویشتل شوي دي.
​

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

اوکراین د ۲۰۲۴ کال لپاره له ناټو سره د همکارۍ پلان تصویب کړ

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۰
اوکراین د ۲۰۲۴ کال لپاره له ناټو سره د همکارۍ پلان تصویب کړ
100%

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف د ۲۰۲۴ کال لپاره د اوکراین او ناټو ترمنځ د همکارۍ پروګرام لاسلیک کړ. په دې پروګرام کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو تجهیز، روزنه او د کیف او ناټو ترمنځ د همکارۍ پیاوړي کول شامل دي.

د اوکراین د دفاع وزارت په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د اوکراین او ناټو ترمنځ د همکارۍ په پلان کې د دفاع په برخه کې ۵۰ پروګرامونه شامل دي.

اوکراین د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې سمدستي د شمالي اتلانتیک د تړون له سازمان (ناټو) سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه؛ خو د ناټو غړي تر اوسه په دې اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

ناټو د ۲۰۲۳ کال په جولای کې له اوکراین سره ژمنه وکړه، چې "کله چې متحدین یوې موافقې ته ورسیږي او شرایط پوره شي، اوکراین ته به په ناټو کې د شاملیدو بلنه واستول شي."

ایاز صادق د پاکستان د پارلمان مشر وټاکل شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۰
ایاز صادق د پاکستان د پارلمان مشر وټاکل شو
100%

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ایاز صادق د ۱۹۹ رایو ګټلو سره د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ مشر وټاکل شو. ښاغلی صادق له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال هم د پاکستان د پارلمان مشر و.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي نوماند امیر ډوګر په نننیو ټاکنو کې ۹۱ رایې وګټلې.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ته بریالیو نوماندانو پرون د پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه.

د پاکستان د پارلماني غړو په لوړه کې د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف او ورور یې شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري، همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان او ځینې نورو مشرانو هم لوړه وکړه.

د پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ډله چې ې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.

تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور د پښتونخوا سروزیر شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰
د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور د پښتونخوا سروزیر شو
100%

د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور چې په تېرو ټاکنو کې ازاد نوماند و، د رایو په غوڅ اکثریت د پښتونخوا سروزیر شو. د صوبايي اسمبلۍ د غړو له ډلې ۹۰ رایې ښاغلي ګنډاپور او په مقابل کې یې ۱۶ رایې د مسلم لیګ نواز ډلې نوماند عبدالله خان وګټلې.

علي امین ګنډاپور له ډېره اسماعیل خان په ټاکنو کې ګډون کړی و.

علي امین ګنډاپور چې د تحریک انصاف ګوند له لارې په ټاکنو کې ګډون نشو کولی د سني اتحاد کونسل له لارې یې صوبايي مشرۍ ته ورسېد.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر کال ډیسمبر کې تحریک انصاف ګوند د ګوندي ټاکنو په سم نه کولو تورن کړل او انتخاباتي نښه یې ترې واخیسته.

د کمېسون د دې پرېکړې له امله د عمران خان په مشرۍ دغه ګوند په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه ګډون وکړ.

که څه هم د عمران خان ګوند پلویانو په ټاکنو کې تر نورو ګوندونو ډېرې پارلماني څوکۍ وګټلې، خو بیا هم اړ شول چې د حکومت جوړولو لپاره سني اتحاد کونسل سره یو ځای شي.

د بښنې نړۍوال سازمان: د فلسطینیانو سره د "مرستو د بندولو" غوښتنه ظالمانه او غیر انساني ده

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۲۷ GMT+۰
د بښنې نړۍوال سازمان: د فلسطینیانو سره د "مرستو د بندولو" غوښتنه ظالمانه او غیر انساني ده
100%

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د هغو وحشتناکو راپورونو په اړه باید بېړنۍ پلټنه وشي چې تېره ورځ د غزې په شمال کې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کولو په وخت کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې ښار ته څېرمه د مرستو په تمه خلکو باندې د اسراییل په برید کې ۱۰۴ فلسطینیان وژل شوي او ۲۸۰ نور ټپیان دي.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی د فلسطین ملکي وګړو په وړاندې د سرغړونو د روانو اسنادو د یوې برخې په توګه څېړنه کوي.
له بل پلوه تېره ورځ ملګرو ملتونو هم په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړی و.
دغه سازمان وایي، چې د اسراییل «بې رحمانه بمبارۍ» او د دغه هېواد د ۱۶ کلن ناقانونه بندیز سره، سره د غزې په تړانګه کې د ویجاړوونکي بشري ناورین شاهدان یو.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د پنجشنبې ورځې له تراژیدۍ وروسته د اسراییل د ملي امنیت د وزیر له‌خوا په غزه کې د فلسطینیانو سره د "مرستو لېږدولو د بندولو" غوښتنه چې ادعا یې وکړه چې دا اسراییلي سرتېرو ته ګواښ پېښوي ظالمانه او غیر انساني ده.

ورته مهال حماس په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې دا پېښه د اوربند او د یرغملو د خوشې کولو په اړه د خبرو د ناکامۍ لامل کېدای شي.

دغه ډلې د پنجشنبې ورځې وژنو ته په اشارې ویلي: "د غورځنګ د مشرتابه له‌خوا شوې خبرې اترې زموږ د خلکو د وینې په قیمت یوه پرانیستې پروسه نه ده."

دغې ډلې ویلي، چې د خبرو اترو د ناکامۍ مسوولیت به د اسراییل وي.
دغه سازمان وایي، اسراییل د نیواک ګر ځواک په توګه د فلسطینیانو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره واضح مکلفیت لري.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، په دې کار کې پاتې راتلل اسراییل د نړۍوال قانون او د جرمونو د نړۍوالې محکمې حکمونو څخه سرغړونه کوي.
دغه سازمان لیکلي، په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره باید سمدستي او ګټور ګام واخیستل وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ: د روسیې سفیر د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۰
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ: د روسیې سفیر د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي، چې دیمیتري ژیرنوف په امریکا او نورو هېوادونو کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې ده.

ژیرنوف له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دغه بندیزونه "یو طرفه او ناسم" وبلل.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو ډېرې شتمنۍ په اروپايي او امریکايي بانکونو کې کنګل شوې، چې ۷ میلیارده ډالر یې په امریکا کې ساتل کېږي.

امریکا د مرکزي بانک د شتمنیو یوه برخه په سوېس کې د اعتماد صندوق ته انتقال کړې او د اقتصادي ثبات او د طالبانو د حکومت د ځینو عمومي لګښتونو لکه د پیسو او پاسپورټونو د چاپولو لپاره یې کاروي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د ارګ په وینا؛ ژیرنوف له طالبانو سره د مسکو د اړیکو پر "پرمختګ" ټینګار وکړ.

مولوي عبدالکبیر هم له دغه هېواد سره د طالبانو اړیکې مهمې وګڼلې او د دوحې په وروستۍ ناسته کې یې د مسکو د دریځ هرکلی وکړ.

تر اوسه په کابل کې د روسیې سفارت د دغې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.