ایرلنډ افغانستان ته په ماتې ور کولو کرېکټ کې تاریخ جوړ کړ

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې نن په متحده عربي اماراتو کې افغان ملي ټیم ته په ماتې ور کولو سره په تاریخ کې اول ځل ټېسټ لوبه وګټله.

ایرلنډ د لوبې په څلورمه پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۱۱ منډو هدف پوره او افغان لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ور کړه.

دا د کرېکټ تاریخ کې لومړی ځل دی چې ایرلنډ یوه تېسټ لوبه ګټي.

ټاکلې وه چې د افغانستان او ایرلنډ دا ټېسټ لوبه پنځو ورځو کې بشپړه شي، خو د افغان لوبډلې کمزوري چلند په دریو ورځو کې د ایرلنډ په ګټه تمامه کړه.

د لوبې له پیل مخکې افغانان په دې باور و، چې له ایرلنډ به ګټل اسان وي، خو په تېرو ورځو کې د افغان لوبډلې کارکردګي دا هیله په اوبو لاهو کړه.

د دې لوبې لپاره د لوبغاړو د ګومارلو له امله د کرېکټ بورډ پر چارواکو سختې نیوکې کېږي.

له دغې لوبې وروسته افغانستان له اېرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوره لوبې هم لري.
تر دې وړاندې سریلانکا په ۱۰ وېکټو افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه او د سریلانکا سره په اوو لوبو کې شپږ یې سریلانکا وګټلې او افغانستان په کې ایکې یوه ګټلې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ