په ۳۰ ولایتونو کې نن او سبا د درنو واورو، بارانونو او توندو بادونو د لګېدو اټکل شوی دی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې اداره وایي، نن جمعه او سبا شنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو او سالنګونو کې د درنې واورې، شړکنده بارانونو او توندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دغې ادارې دا رنګه خبرداری ورکړی، چې په نورستان، پنجشیر، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې به د واورې او بارانونو کچه تر نورو هغو زیاته وي.
واورې ورېدنې وار د مخه ځینې لارې بندې کړې؛ خو د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د دغو لارو د پرانیستو لپاره یې هڅې ګړندۍ روانې دي.
د واورې دویمې څپې سره هم مهاله د سالنګ، د بامیانو د شش پل پوستې او حاجي ګګ کوتل لاره، د غور هرات او غور کابل تر منځ غځېدلې لار، د بادغیس ولایت د بند سبزک کوتل، د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لاره او د دایکندي ولایت د نیلي او ګیتي ولسوالۍ تر منځ لارې تړل شوې دي.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي، چې د دغو لارو د خلاصولو له پاره د دوی کاري ډلې په کار بوختې دي او له موټر چلوونکو یې غوښتي چې د سفر پر مهال د موټرو لپاره د چین یا زنځیرونو په کارولو سره دې ټول تدابیر په پام کې ونیسي.