• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د امریکا هغه غوښتنه رد کړه چې په ټاکنو کې دې د ادعا شویو 'درغلیو' په اړه پلټنه وشي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۰۷ GMT+۰

پاکستان د امریکا هغه غوښتنه نه ده منلې، چې ګواکې په ټاکنو کې به «د ادعا شویو درغلیو یا لاسوهنو» په تړاو پلټنې کېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل، څوک دا حق نه لري اسلام اباد ته چې خپلواکه واکمني لري، سپارښتنې او لارښوونې وکړي.

مېرمن بلوچ په یوې خبری ناسته کې په ډانګ پییلې توګه وویل، چې اسلام اباد به بهرنیو اشارو او سپارښتنو ته تسلیم نه شي.
دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میټو مېلر په غبرګون کې کېږي، چې د دې اونۍ په سر کې یې ویلي و چې د پاکستان په ټاکنو کې د هر ډول «درغلیو او لاسوهنو» شوې ادعاوې دې د دغه هېواد د قوانینو او تګلارو سره سمې په بشپړ راڼه ډول وپلتل شي.
مېرمن بلوچ د دغو څرګندونو په غبرګون کې وویل:« موږ د خپلې واکمنۍ په اډانه کې د خپلو کورنیو چارو په برخه کې پر کېدونکو پرېکړو باوري یو.»
میټو مېلر په پاکستان کې ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو له‌خوا په لګېدلو تورونو په تېره بیا د عمران خان د پلویانو له لګېدلو تورونو وروسته دغه څرګندونې کړي.

دغو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون او د پاکستان اوسنی حکومت تورن کړی، چې د ټاکنو په پایلو کې یې لاسوهنه کړې او هغه یې په ځنډ سره اعلان کړې دي.
د ټاکنو کمیسیون او د پاکستان حکومت دغه تورونه رد کړي او له سیاسي ګوندونو او نوماندانو یې غوښتي، چې خپل شکایتونه دې له قانوني لارو وړاندې کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس ۳۵ ډیموکراټو غړیو د یو لیک په ترڅ کې له ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي و، چې د پاکستان د وروستیو ټاکنو په پایله کې دې راتلونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.
د پاکستان سرتاسري ټاکنې د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شوې.

ډېر لیدل شوي

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي
۱

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۲

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۳

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۴

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

۵

طالبان: په درېیو کلونو کې مو نږدې ۲۸۴زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره کړې ده