• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان:‏ په يوشمېر ولايتونو کې د واورې تیز ورښت او توپان له امله ځينې لویې لارې تړل شوې دي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د وروستیو ورښتونو په تازه څپه کې د سالنګونو لویه لار، د کابل_بامیان لویه لار، د کابل_غور لویه لار، د غزني د ځینو ولسوالیو لارې، د نورستان_کونړ لار، د بلخ او سرپل ولایتونو د ځینو برخو لارې تړل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سالنګونو لویه لار د تېرو درېیو ورځو راهیسې د ‏واورې تیز ورښت، توپان او د لید کچې د کمېدو له امله د تګ راتک لپاره تړل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل - باميان لويه لار حاجیګک کوتل په ساحه کې، شاطو کوتل لاره او د بند شوی پل لاره د واورې د ورېدو له امله تړل شوې دي.
په غور ولایت کې هم د درنې واورې د ورېدو له امله د کابل - غور لویه لار د بند بکک په سیمه کې او د دغه ولايت یو شمېر نورې لارې هم ‏د درنې واورې له امله تړل شوې دي.
په غزني ولايت کې بیا د درنې واورې له امله د مالستان، اجرستان، ناهور او جاغوري ولسواليو لارې تړل شوې دي.
له بل پلوه په نورستان ولایت کې هم د واورې او دوامداره توپان له امله د نورستان_کونړ لاره تړل شوې ده.
‏همدارنګه، په سر پل ولايت کې د قم کوتل لاره هم د واورې له امله تړل شوې ده.
په بلخ ولایت کې هم د درنو واورو او ورښتونو له امله د ۶ ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت وزیر محمد عیسی ثاني ټولو ولايتي رييسانو، کاري ډلو او قراردادي شرکتونو ته ‏لارښوونه کوي، چې د شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره دې ټولې تړل شوې لارې او سړکونه له واورو پاک او د تګ راتګ لپاره دې پرانيزي.
تېره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د هوا پوهنې ادارې په ۳۰ ولایتونو کې د جمعې او شنبې په ورځو د سختو واورو او بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی و.
دغې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۲۰ تر ۸۰ سانتي مترو اټکل کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دايکندي، غور، سرپل او بلخ هغه ولايتونه دي، چې د سختو واورو او بارانونو امکان په کې ډېر دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي