د اسراییلو پوځ د حماس د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی

د اسراییلو پوځ ویلي چې د حماس یو قوماندان چې دغې ډلې ته د نویو وسله والو د جذبولو مسوول و، په غزه کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د اسراییلو د دفاع وزیر یواو ګالانت یو ځل بیا اعلان وکړ: «موږ به د حماس د له منځه وړلو پرته په غزه کې جګړه نه دروو.»