نیکي هیلی د امریکا په ټاکنو کې د جمهوريپالو له خوا د نوماندېدو له سیالیو په شا کیږي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې نیکي هیلي غواړي، د جهموريپالو له خوا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندېدو د سیالیو کمپاین پرېږدي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې مېرمن هیلي به دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي. رسنیو نیکي هیلي ته د نېږدې سرچینو په حواله دغه راپور خپور کړی دی.