په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه، خو د پخوانیو هغو په څېر پرتمینه نه وه

د نارنج ګل سږنۍ مشاعره د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې جوړه شوې وه؛خو د تېر په څېر هومره پرتمینه نه وه. دغه دودیزه مشاعره چې له لسیزو وړاندې په جلال اباد ښار کې جوړېږي د لرې او کوزې پښتونخوا شاعران او لیکوالان په کې برخه اخلي؛ خو سږنی کال په کې هومره شاعرانو برخه نه وه اخیستې.