پوتین وايي، که د روسیې حاکمیت له ګواښ سره مخ شي، مسکو چمتو دی چې اټومي وسلې وکاروي

د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې که د دغه هېواد حاکمیت له ګواښ سره مخ شي، مسکو چمتو دی چې اټومي وسلې وکاروي. ولادیمیر پوتین د ریانووستي خبری اژانس ته وویل چې دی فکر نه کوي چې د اټومي جګړې د ترسره کولو لپاره بیړه لري، خو مسکو دې ته چمتو دی.