طالب او ایراني چارواکي: د افغانستان مخ پر ودې اړیکې د ټولې سیمې په ګټه دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختیاو په اړه خبرې کړې دي.