له لیبیا څخه اروپا ته د رسېدو په لټه کې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي

یوې مرستندویه ډلې د پنجشنبې په ورځ وویل، د کډوالو په یوې کښتۍ کې چې له لیبیا څخه اروپا ته روانه وه، لږ تر لږه ۶۰ سورلۍ یې مړې شوې دي. ژغورونکو ډلو راپور ورکړی، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.