مصر پر اسراییل غږ کړی، چې غزې ته د مرستو رسولو لپاره ځمکنۍ لارې پرانیزي

د مصر د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ له اسراییل وغوښتل، چې خپلې ځمکنۍ لارې پرانیزي او غزې ته د لازیاتو مرستو رسولو اجازه ورکړي. هغه همدارنګه ویلي، چې مصر د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.