د هند په ګجرات کې د تراویح لمانځه پر مهال په بهرنیو زده کړیالانو ډله ییز برید شوی

هندي رسنیو د ګجرات په احمد اباد سیمه کې د پوهنتون په لیلیه کې د تراویح لمانځه پر مهال د "نامعلومو کسانو" له خوا پر بهرنیو زده کړیانو د ډلییز برید خبر ورکړ. د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکو لیکلي، چې دغه زده کړیالان د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا له څخه هېوادونو دي.