• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هلمند کې د یوه مساپر وړونکي بس او د تېلو ټانکر د ټکر له امله ۳۲ تنه مړه او ژوبل شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۱۰ GMT+۰

سرچینې وايي، دغه پېښه نن سهار وختي د کندهار او هرات په لویه د یوه مساپر وړونکي بس او تېلو ټانکر د ټکر له امله شوې چې ۲۱ تنه پکې مړه او ۱۱ تنه ټپیان دي. ويل کیږي له ټکر وروسته تېلو اور اخیستی چې د اکثرو مړو شویو کسانو جسدونه یې سوځولي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د والي ویاند محمد قاسم ریاض رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې په دغه پېښه کې ۲۲ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

هغه وايي، دغه ټرافیکي پېښه د هلمند ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د یوه مساپر وړونکي ۵۸۰ ډوله بس، د تیلو یوه ټانکر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

ریاض وايي، د دغې پیښې ټپیان یې د ګرشک ولسوالۍ یوه ځايي روغتون ته لیږدولي او تر هغه وروسته به یې د لشکرګاه ایمرجنسي روغتون ته ولیږدوي.

لس ورځې وړاندې هم د کابل ـ کندهار په لویه لاره د غزني د اندړو ولسوالۍ په ناني کلي کې د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۳۸تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره د موټرو بې حده ګړندی تګ، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول تل د ټرافیکي پېښو د کېدو لامل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

په افغانستان کې د دین او عقیدې ازادي؛ له مذهبي محدودیتونو تر افراطي تاوتریخوالي

۳

د طالبانو د پولیسو نوی قانون؛ د پراخو واکونو په اړه اندېښنې

۴

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۵

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي