حجاز نیوز چې د طالبانو له استخباراتو سره تړلې تبلیغاتي پاڼه ده، دغه غږیز فایل له «ازادۍ جبهې سره د جمعهخان فاتح د اړیکو افشا کول» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.
دغې پاڼې ادعا کړې، چې په خبرو کې له فاتح سره غږېدونکی کس د ازادۍ جبهې له لوړپوړو غړو څخه دی او هغه ته د مالي او وسلو د مرستو ژمنه کوي.
خو د ازادۍ جبهې دغه ادعا رد کړې ده. د دې جبهې یوه مشر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه خبرې له ازادۍ جبهې سره هېڅ تړاو نهلري.
نوموړي ادعا کړې، چې د خبرو د بل لوري غږ د طالبانو د استخباراتو د یوه کارکوونکي دی.
د ازادۍ جبهې په وینا، دغه کس د «شاهین اسمایي» په مستعار نوم فعالیت کاوه او دنده یې دا وه، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او له طالبانو سره د مخالفو ډلو اړوند کسان وپېژني او په نښه یې کړي.
دغې سرچینې د غږیز فایل خپرول «جعلي» بللي او دا یې د طالبانو د استخباراتو له خوا د مخالفینو پر وړاندې د «رواني جګړې» یوه برخه ګڼلې ده.
خو د غږیز فایل رښتینولي او د هغه کس هویت چې له فاتح سره خبرې کوي، په خپلواکه توګه نهشي تاییدېدای.
همداراز څرګنده نهده، چې دغه خبرې څه وخت، چېرته او په کومو شرایطو کې ثبت شوې دي.
د روایت د بدلولو هڅه؟
د دغه غږیز فایل خپرېدل په داسې مهال دي، چې جمعهخان فاتح په درواز کې له طالبانو سره د وروستیو نښتو پر مهال ویلي وو، چې له «اسلامي امارت» سره مخالفت نهلري، بلکې اصلي ستونزه یې په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له حضور سره ده.
حجازنیوز د نوي غږیز فایل په خپرولو سره هڅه کړې، چې دغه روایت تر پوښتنې لاندې راولي او دا موضوع د طالبانو له وسلهوالو مخالفینو سره د فاتح د اړیکو د نښې په توګه وړاندې کړي.
په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له استخباراتو سره تړلو پاڼو د فاتح پر ضد بېلابېل تورونه هم لګولي دي.
په دغو تورونو کې د سرو زرو له کانونو څخه باج اخیستل، د نشهيي توکو قاچاق، د تکفیري کسانو لېږد، د طالبانو د سرتېرو وژل، له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه د ملاتړ ترلاسه کول او د سیمې د بېثباته کولو هڅې شامل دي.
خو دغه تورونه تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي او څرګنده نهده، چې د دغو ادعاوو پر بنسټ د فاتح پر وړاندې کومه رسمي قضايي دوسیه جوړه شوې که نه.
د فاتح برخلیک لا هم نامعلوم دی
جمعهخان فاتح د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) له طالبانو سره له شاوخوا یوې اونۍ نښتو وروسته، د بدخشان په نسی ولسوالۍ کې خپل مورچلونه پرېښودل.
هغه د طالبانو د پوځ له لوی درستیز فصیحالدین فطرت سره له خبرو وروسته فیضاباد ته ولېږدول شو.
فاتح ته نږدې سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو، چې نوموړي د خپل ځان او خپلو کسانو د امنیت په اړه د ورکړل شوي ضمانت پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه کړې وه، خو طالبانو د دغه بهیر په اړه ویلي، چې فاتح «تسلیم» شوی دی.
فیضاباد ته د فاتح له لېږد وروسته، د هغه د اوسني ځای او وضعیت په اړه تر اوسه خپلواک او کره معلومات نهدي خپاره شوي.
اوس د نوي غږیز فایل له خپرېدو او پر فاتح د یو لړ تورونو له مطرح کېدو سره دا احتمال مطرح شوی چې د هغه قضیه ښايي له یوې داخلي شخړې څخه یوې امنیتي او قضايي دوسیې ته واوړي.
خو تر هغه چې د غږیز فایل د رښتینولۍ، د هغه د ثبت د څرنګوالي او پر فاتح د لګېدلو تورونو په اړه خپلواک شواهد وړاندې نهشي، دغه ادعاوې تایید شوې نهشي ګڼل کېدای.