عبدالله خنجاني د جمعې په ورځ (د زمري ۳۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، حسیب پنجشیری په دې موده کې د هندوکش د غرونو دواړو غاړو ته په بېلابېلو سیمو کې تګ راتګ کاوه. نوموړي کله نا کله د چټک تګ راتګ لپاره له غرنیو لارو او کله هم له عمومي سړکونو څخه کار اخیست.
د هغه په خبره، حسیب پنجشیری په پرلهپسې توګه د هندوکش له غرنیو سیمو څخه انځورونه خپرول او د مقاومت جبهې د ویاند په وینا، دغو انځورونو په افغانستان کې د هغه د حضور ښکارندويي کوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې حسیب پنجشیری چې به حسیب قوای مرکز مشهور وو، د شمالي سالنګ له لارې د تېرېدو پر مهال وژل شوی دی.
حسیب پنجشیری څوک وو؟
حسیب پنجشیری ۳۴ کلن او د محمد اصف نظامي زوی وو. هغه د پنجشیر د عنابې ولسوالۍ په ابدرې کلي کې زېږېدلی وو او د اوږدې مودې لپاره یې د کابل د قوای مرکز په سیمه کې ژوند کړی وو.
د مقاومت جبهه وايي، حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې د اوسېدو لپاره ټاکلی ځای نهدرلود او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې فعالیت کاوه.
د دغې جبهې په وینا، حسیب پنجشیري خپلې منځنۍ زدهکړې بشپړې کړې وې او د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ریاست د افسرۍ په روزنیزو کورسونو کې یې هم زدهکړې کړې وې.
هغه د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون د یوې قطعې د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د هغه پلار هم د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې ډګروال پاتې شوی وو. حسیب پنجشیري یوه مېرمن او پنځه اولادونه لرل.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د طالبانو له حکومت سره د وسلهوالو مخالفو ډلو له ډلې ده، چې تر ډېره د افغانستان په شمالي سیمو کې فعالیت کوي.
دغه جبهه ادعا کوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له طالبانو سره په جګړو کې له زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي دي.
د شمالي سالنګ د برید د څرنګوالي، د وژل شویو کسانو د کره شمېر او د نښتې د دقیقې پېښې په اړه تر اوسه خپلواک او کره معلومات نهدي خپاره شوي. طالبانو هم د دې پېښې او د مقاومت جبهې د ادعاوو په اړه د تایید وړ بشپړ جزییات نهدي وړاندې کړي.
هغه قوماندان چې خپل حضور یې په افغانستان کې په انځورونو او ویډیوګانو کې ښود
د ټولنیزې شبکې «اېکس» په حساب کې د حسیب پنجشیري د فعالیتونو له څېړنې ښکاري چې نوموړي په تېرو کلونو کې څو ځله د افغانستان له غرنیو سیمو څخه انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د هندوکش په لمنو کې حضور لري.
د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له ۱۹مې څخه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي تر ۱۶مې پورې، لږ تر لږه ۱۰ انځورونه او ویډیوګانې د هغه په حساب کې خپرې شوي، چې په څرګندونو کې یې د هندوکش په غرنیو سیمو کې حضور ته اشاره شوې ده.
هغه په ځینو ژوندیو رسنیزو خپرونو کې هم راڅرګند شوی وو. د بېلګې په توګه، د ایراني مستند جوړوونکي محمد حسین جعفریان په انسټاګرام ژوندۍ خپرونه کې یې ګډون کړی او ویلي یې وو، چې په افغانستان کې دننه دی.
نوموړي کله ناکله په «اېکس» شبکه کې په ژوندیو بحثونو کې هم ګډون کاوه.
په افغانستان کې د حسیب پنجشیري حضور تر دې وړاندې هم د بحث موضوع ګرځېدلې وه.
د ۱۴۰۱ کال د کب په لومړیو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال خوشحال سادات په «اېکس» شبکه کې په یوه غږیزه خپرونه کې ادعا کړې وه، چې حسیب پنجشیری په افغانستان کې حضور نهلري.
حسیب پنجشیري په ځواب کې نوموړی ننګولی وو چې د خپل حضور له ځایه به ویډیو خپره کړي.
نوموړي د اخترونو په څېر مناسبتونو کې هم له غرنیو سیمو څخه ویډیويي پیغامونه خپرول او ویل یې چې د طالبانو پر وړاندې د خپلې مبارزې د دوام لپاره په افغانستان کې دننه حضور لري.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې او هم د هغه له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې د حسیب پنجشیري حضور تر پوښتنې لاندې راوستی دی. خو د هغه پلویان وايي، په شمالي سالنګ کې د دغه قوماندان وژل کېدل په افغانستان کې د هغه د دوامدار حضور ادعا پیاوړې کوي.
له نښتو تر سالنګ پورې
حسیب پنجشیری چې په حسیب قوای مرکز هم مشهور وو، د پنجشنبې په ورځ د زمري پر ۲۹مه، د شمالي سالنګ پر لاره د طالبانو په کمین کې ووژل شو. طالبانو او دې ډلې ته نږدې کسانو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د هغه د جسد انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې.
په یوه خپره شوې ویډیو کې د هغه له جسد سره د سپکاوي ډک چلند لیدل کېږي.
تر دې وړاندې هم داسې ویډیو خپره شوې وه، چې پهکې د طالبانو سرتېري د بدخشان په درواز کې د جمعهخان فاتح د وژل شویو کسانو له جسدونو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په دې تړاو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دې ډلې سرتېري «احساساتي شوي وو» او هغه مهال «خپل چلند ته متوجه نهوو». د دغو انځورونو او ویډیوګانو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې غبرګونونه راپارولي او ځینو کاروونکو دغه چلند د حسیب پنجشیري له خوا له طالب بندیانو سره له شوي چلند سره پرتله کړی دی.
د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې په خپره شوې یوه ویډیو کې حسیب پنجشیری د طالبانو د یو شمېر بندیانو په منځ کې لیدل کېږي. په دغې ویډیو کې نوموړی بندیانو ته د جېب خرڅ لپاره پیسې ورکوي او وروسته یې خوشې کوي.
د مقاومت جبهې هغه مهال ویلي وو، چې په پنجشیر کې یې ۴۵ طالب بندیان خوشې کړي دي.
د دې پېښې په خپرو شویو انځورونو کې حسیب پنجشیری هم د هغو کسانو په منځ کې لیدل کېږي چې د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې یې ونډه لرله.
«زه د افغانستان د ازادۍ لپاره جګړه کوم»
حسیب پنجشیري په خپلو پیغامونو کې ویل، چې د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او څو ځله یې ټینګار کړی وو، چې «ازادي قرباني غواړي».
هغه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د بیا پرانېستل کېدو او د ښځو د حقونو ملاتړ هم کاوه او دا یې له هغو لاملونو څخه بلل چې له امله یې د طالبانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
طالبانو تل دا رد کړې، چې په افغانستان کې دې د دوی پر حکومت پراخه وسلهواله مبارزه روانه وي.
خو د مقاومت جبهه وايي، د دې ډلې ځواکونه په تېرو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.
د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له طالبانو سره په جګړو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي، خو دا شمېره په خپلواکه توګه نهده تایید شوې.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، حسیب پنجشیری تر وژل کېدو وړاندې هم د طالبانو پر ضد په څو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
له دغو پېښو څخه یوه یې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۲۷مه وه، چې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې له خوا د طالبانو د یوې چورلکې د نسکورولو په اړه په خپرو شویو راپورونو کې د خالد امیري ترڅنګ د حسیب پنجشیري نوم هم یاد شوی وو.
په سالنګ کې د حسیب پنجشیري وژل کېدو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې، چې د طالبانو وسلهوال مخالفین تر کومې کچې په افغانستان کې دننه حضور او د تګ راتګ وړتیا لري.
طالبانو تل په هېواد کې د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه کم ارزښته بللي او یا یې رد کړي دي، خو وسلهوال مخالفین ټینګار لري، چې لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.