په بادغیس کې د یوه کور د چت راغورځېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي

د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ په غولغي سیمه کې د یوه کور د چت راغورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي. ويل کیږي، دغه پېښه د وروستیو ډیرو ورښتونو له امله رامنځته شوې.