بلېنکن د غزې په اړه خبرو لپاره په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به روانه اونۍ منځني ختیځ ته سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلی بلېنکن به سعودي عربستان او مصر ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو له مشرانو سره به وګوري.