د کرنې او خوړو اداره: په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان شاوخوا ۳۴سلنه ځنګلي پوښښ له لاسه ورکړی

نن د مارچ ۲۱مه د ځنګلونو نړۍواله ورځ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره (اېف، اې، او) وایي، افغانستان شاوخوا ۱.۷۸ مېلیونه هکتاره ځنګلونه او بوټي لري چې د دغه هېواد د ټولې خاورې شاوخوا ۲.۸ سلنه جوړوي؛ خو په افغانستان کې ځنګلونه په چټکۍ سره کم شوي دي.