د پاکستان پوځ ومنله، چې د ډېره اسماعیل خان په پروني برید کې یې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ یوه ورځ وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو په کاروان ځانمرګي برید کې د دوی دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.