پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۲ زرو واوښت

د فلسطین په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۲ زرو واوښت. د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۳۲ زره ۷۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۴ زرو ډېر ټپیان دي.