څېړنیز راپور؛ د افغانستان ځانمرګي بریدګر او تر شا یې پرتې کیسې

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

لیکوال او څېړونکی

د شواهدو پر بنسټ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ځانمرګو بریدونو بنسټ د القاعده ډلې له خوا اېښودل شوی. د امریکا د ملي امنیت شورا په ۲۰۰۰م کال کې په یوه بیان کې ویلي وو، چې اسامه بن لادن په افغانستان کې د ځانمرګو بریدګرو ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.