په غنا کې له یوې ۱۲ نجلۍ سره د یوه ۶۳ کلن دیني عالم واده د خلکو غوسه راپارولې ده

د غنا په پلازمینه کې له یوې ځوانې نجلۍ سره د انیمیسم مذهب د یوه ۶۳ کلن دیني عالم واده په دغه هېواد کې د خلکو غوسه راپارولې او ځینو خلکو یې د نیولو غوښتنه کړې ده. یاد عالم د تېرې شنبې په ورځ اکرا ښار ته څېرمه په دودیزو مراسمو سره له دغې نجلۍ سره واده وکړ.