د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې زلزلې د جاپان ځینې برخې ولړزولې

د اروپا د مدیترانې د ځمک پېژندنې مرکز ویلي، نن پنجشنبه د (اپرېل ۴مه) د جاپان د هونشو ختیځ ساحل د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې زلزلې ولړزاوه. تر دې مهاله د دغې زلزلې د زیانونو او مرګ ژوبلې په تړاو راپور نه دی ورکړل شوی؛ خو ویل کېږي چې د زلزلې مرکز ۴۰ کیلومتره (۲۵میله) ژوروالی درلود.