ایرانۍ رسنۍ: تر اوسه پورې د چابهار او راسک په بریدونو کې پنځه ایراني امنیتي عسکر وژل شوي

د اېسنا خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې د ایران په راسک او چابهار کې پر پوځي اډې بریدونو کې پنځه امنیتي عسکر وژل شوي او په جګړه اته بریدګر هم وژل شوي. اېسنا وايي، جګړه لا هم روانه ده او ښايي پاتې شپږ بریدګر هم ووژل یا ژوندي ونیول شي.