د خوړو او کرنې سازمان: په وروستۍ سړې څپه کې په افغانستان کې له ۲۸۰زرو ډېر څاروي تلف شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د یوه راپور په خپرولو سره وایي، چې په افغانستان کې وروستۍ سړې څپې پر څارویو ډېر اغېز کړی دی. دغه سازمان لیکلي، چې د روان ۲۰۲۴کال د فبرورۍ له ۲۵مې راهیسې لومړني راپورونه ښیي چې له ۲۸۰زرو څخه ډېر څاروي تلف شوي دي.