• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند:د داعش په څېر د ترهګرو ډلو له مخ پر ودې ګواښونو خبر یو

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، واشنګټن د داعش خراسان په ګډون د ترهګرو ډلو مخ پر زیاتېدونکي ګواښونه څاري. همدارنګه نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، هېواد یې پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغې ډلې ژمنې عملي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوه وياند د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي د پوښتنو په ځواب کې په يوه ليکلي پيغام کې ليکلي، چې واشنګټن دې ته ژمن دى چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا طالبانو ته څرګنده کړې چې دغه ډله دې ډاډ ورکړي، چې د القاعدې او داعش په څېر ډلې به په افغانستان کې خوندي ځالې ونه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دغه ویاند په وینا، د واشنګټن انګېرنه دا ده چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې فعال دي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په مسکو کې د کنسرت پر تالار له برید وروسته په سیمه کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د خراسان څانګې له‌خوا د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
په دغه برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.
تر دې مخکې د امریکا جګپوړي سناتور لینزي ګراهام په افغانستان کې د داعش خراسان د ځپلو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي و، امریکا باید مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي د داعش پرضد اقدام وکړي.
که څه هم طالبان تل په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي؛ خو دغه ډله کله ناکله پر ملکي وګړو او کله هم پر طالب ځواکونو د بریدونو خبر ورکوي.
د افغانستان ګاونډي او د منځنۍ اسیا هېوادونو په وار، وار په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د داعش ډلې د فعالیت او په نورو هېوادونو کې د هغې د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ورته اندېښنې لري.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په مسکو کې د کنسرت پر تالار له برید وروسته په سیمه کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د خراسان څانګې له‌خوا د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
په دغه برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي