نړۍوال بانک: په پاکستان کې شاوخوا لس مېلیونه وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي

نړۍوال بانک په خپل دوه کلن راپور کې د پاکستان ناوړه اقتصادي وضعیت انځور کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د نغدو پیسو کمښت په دغه هېواد کې تر ۱۰ مېلیونو ډېر وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.