د ایران په راسک او چابهار کې پر پوځي مرکز ترهګریز برید شوی

ایراني چارواکو د چهارشنبې په شپه په راسک او چابهار کې پر پوځي اډې د ترسره شوي ترهګریز برید په اړه خبر ورکړ. د سیستان او بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، د جیش العدل ډلې له بریدګرو سره په نښته کې درې ایراني ځواکونه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دا جګړه لا هم روانه ده.