د ترکیې د یوه ښاروال خبرداری: افغان کډوال که لږه تېروتنه هم وکړي، وبه شړل شي

د ترکیې د اوشاک ښاروال اوزکان یلیم خبرداری ورکړی، که د افغانستان او سوریې اوسېدونکي وړه تېروتنه هم وکړي؛ نو هغوی به له دغه هېواده واېستل شي. د اردوغان د مخالف ګوند دغه غړي همداراز ویلي، چې دغو کډوالو ته د کار او سوداګرۍ جواز نه ورکوي.