فرانسې د ښځو سنګسارولو او هغوی ته د بدني ربړونې په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو مشر ته منسوب شوې خبرې چې وايي، له دې وروسته به ښځې سنګسارېږي او بدني سزاوې به ورکول کېږي غندلې دي. دغه وزارت په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي، چې د ښځو ځپل او له ټولنې د هغوی لرې کول دې نور ودروي.