د ملګرو ملتونو سرمنشي اسراییل ته: ۱۹۶ تنه مرستندویان وژل شوي، ولې؟

د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس سره د اسراییل په جګړه کې د ۱۹۶ تنو مرستندویانو د وژلو په تړاو د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې. د اسراییل په هوايي بریدونو کې د یوه امریکايي سازمان د مرستندویانو له وژلو او په غزه کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو وروسته د نړۍوالو کرکه زیاته شوې ده.