د موزمبیک په سواحلو کې د یوې بېړۍ د چپه کېدو له امله څه باندې ۹۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د موزمبیک د لېږد رالېږد یوه موسسه وایي، چې ددې هېواد د شمال په سواحلو کې یوې بېړۍ د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړ. پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د وبا د خپرېدو له وېرې شاوخوا ۱۳۰ کسان په یوه بېړۍ کې د سیمې د پرېښودو په موخه سپاره شوي و.