په پام کې ده چې د ایران ولسمشر په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، په پام کې ده چې د ایران ولسمشر د روانې اپرېل میاشتې درېیمه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو ایران او پاکستان د اړیکو او منځني ختیځ د وروستیو ناکراریو په اړه سره خبرې وکړي.