د حزب الله عمومي مشر: اسراییل او امریکا پوهیږي چې د ایران غبرګون پر لاره دی

د لبنان د حزب الله ډلې مشر په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ اسراییل ته منسوب شوی هوايي برید «ځواب ورکونکې تېروتنه» بللې او ویلي یې دي چې ایران به د دغه برید ځواب ورکړي. حسن نصرالله وویل چې امریکا او اسراییل پوهېږي چې د ایران غبرګون را روان دی.