اسټرالیا یو ځل بیا له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته سفر و نه کړي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهکریزو او سړي تښتونو د جدي ګواښونو له امله دې دغه هېواد ته سفر ونه کړي. دغه وزارت خبرداری ورکړ، چې په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل کې د امنیتي ګواښونو کچه ډېره زیاته ده.