پوتین: اسلامي سازمانونه په روسیه کې فعال رول لري

د روسیې ولسمشر وايي، په دغه هېواد کې اسلامي سازمانونه په مهمو ملتپالو، خیریه او روزنیزو هڅو سره په روسۍ ټولنه کې فعال رول لري. ولادیمیر پوتین د روسیې مسلمانان د روسۍ ټولنې د وحدت په پیاوړتیا او د قومونو ترمنځ په همغږۍ ساتلو کې اغېزناک بللي.