د اسیا پراختیایي بانک: سږکال به په پاکستان کې ګراني ۲۵ سلنې ته ورسېږي

د اسیا پراختیایي بانک د اسیا اقتصادي حالت ته د کتنې کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږکال به په پاکستان کې ګراني ۲۵ سلنې ته ورسېږي. د دې راپور پر بنسټ، د پاکستان اقتصاد د سیاسي بې ثباتۍ او سیلابونو له امله راښکته شوی دی.