د اسیا پراختیایي بانک د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره د ۱.۹ سلنه زیاتوالي وړاندوینه کړې ده

د اسیا پراختیايي بانک د پنجشنبې په ورځ په خپل وروستي اقتصادي راپور کې ویلي، چې په روان مالي کال کې به د پاکستان اقتصاد ۱.۹ سلنه وده وکړي او ورسره خبرداری یې ورکړی، چې انفلاسیون به په همدې موده کې ۲۵ سلنه لوړ پاتې شي.