فرانسوي چارواکي: یو افغان کډوال د شرابو څښلو له امله یو کس وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی

فرانسوي چارواکو اعلان کړی، یو ۲۵کلن افغان کډوال د کوچني اختر پر ورځ د دغه هېواد په بوردوي ښار کې د شرابو د څښلو له امله یو کس د چړې پر مټ وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی. دغه افغان کډوال له دغه برید وروسته، د پولیسو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.