• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د زړورتیا جایزې په مراسمو کې د ګډون لپاره له کابل څخه د څلورو ښځو د تګ مخه ونیوله

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د کوسوو د ښځو، سولې او امنیت په اړه د نړۍوالې غونډې ګډونوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د څلورو ښځو کوسوو ته د تګ مخه نیولې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې وه دغه مېرمنې د کوسوو د ولسمشرۍ د زړورتيا د مډال د ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد ته ولاړې شي.

د کوسوو د ولسمشرۍ د زړورتیا مډال د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) یو شمېر فعالو ښځو ته ورکړل شوه.
د دې غونډې یوې ګډونوالې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استازو د هغو څلورو ښځو د سفر مخه ونیوله، چې دغې غونډې ته بلل شوې وې.
طالبانو تر اوسه د دغو ښځو د تګ د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي.
د زن ټایمز مسوولې زهرا نادر په دې غونډه کې د وینا پرمهال تایید کړه، چې طالبانو د دوی د همکارانو د سفر مخه نیولې ده.
مېرمن نادر وویل: «یو شمېر افغان مېرمنې چې دې غونډې ته بلل شوې وې، نن دلته نه شته ځکه طالبانو هغوی ته له محرم پرته د سفر اجازه نه ده ورکړې، دوی یوازې هغه وخت سفر کولی شي چې نارینه یې ترڅنګ وي.»
د غونډې یوې ګډونوالې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغان ښځې د ښځې لپاره د موسسې کارکوونکې عادله یادګار، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې کارکوونکې مهناز بلوچ، د ظرفیت او دانش موسسې کارکوونکې نګینه احمدي او په افغانستان کې د تلپاتې مرستو د سازمان کارکوونکې فرشته یعقوبي بلل شوې وې.
د سرچینې په خبره؛ طالبانو بلل شویو نارینه و ته د سفر اجازه ورکړ، خو له پرواز مخکې یې ښځې له تګ څخه منع کړې.
دا د ښځو د سفر د مخنیوي په برخه کې د طالبانو لومړی اقدام نه دی، دغې ډلې د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې هم عربي متحده اماراتو ته د نجونو د یوې ډلې د تحصیلي سفر مخه نیولې وه.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او دغې ډلې په ډیرو برخو کې د ښځو کار کول هم محدود کړی دی.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي