• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګلبدین حکمتیار: ټام وېسټ ویلي چې امریکا په افغانستان کې حضور لري، مګر طالبان چوپ دي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې امریکا لا هم په افغانستان کې حضور لري؛ خو طالبانو تر اوسه دا خبرې نه دي رد کړي دي.

نوموړي د خپل ګوند له یو شمېر غړو سره په ناسته کې ویلي، چې د امریکا ډرون الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي او د افغانستان هوا اشغال شوې ده.

د حکمتیار په خبره؛ دوی په افغانستان کې د امریکا هېڅ ډول حضور او اشغال نه مني او له طالبانو یې غوښتي، چې د تام وېسټ وینا رد کړي.

هغه وايي: "ټام وېسټ په کانګرس کې ویلي وو، چې نن موږ په افغانستان کې فعال استخباراتي حضور لرو او د ترورېزم ضد زموږ اداره او حضور ډېر فعاله دی. دا عادي خبره نه ده، بلکې د یوه مسوول شخص خبره ده".

د حکمتیار په خبره، چې طالبانو باید په هماغه وخت کې دا څرګندونې رد کړی وی؛ ځکه ټام وېسټ ویلي، چې له طالبانو سره دوه میلیارده ډالره مرستې شوي دي.

هغه وویل: "ټام وېسټ ویلي، چې دوه میلیارده ډالره مو له طالبانو سره مرسته کړې ده او طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او عمل کوي".

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې که دا مساله حقیقت نه وي؛ نو باید رد یې کړي.

هغه زیاته کړې ده، چې ښايي دا خبرې په ځینو طالبانو ښې ونه لګیږي؛ خو په حقیقت کې دا د افغانستان د ملت حیثیت او اعتبار ته زیان رسوي.

حکمتیار ویلي: "د مبارزې، ګوندونو، انسانانو او ټولې پایلې الله تعالی ټاکي او موږ یې منو".

نوموړي د چا نوم وا نه خیست خو زیاته یې کړه، چې د ډېرو له عمره زیاته دوی مبارزه کړې ده.

له دې وړاندې ګلبدین حکمتیار د کوچني اختر په مناسب په خپره شوې خبرپاڼه کې په تونده ژبه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې، طالبانو د افغانستان فضا په امریکا پلورلې.

هغه ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو په وتو سره لا هم افغانستان خپلواک، ځواکمن او اسلامي نظام نه لري او په دې کې اوسني واکمنان پاتې راغلي.
له هغه وروسته چې د ګلبدین حکمتیار او طالبانو تر منځ د هغه د استوګنځي د بدلولو او د حزب د ړنګولو پر سر ناندریو زور واخیست دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د یوې توندې خبرپاڼې په خپرولو سره په ډېره زیږه ژبه نیوکې کوي، خو طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۴

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۵

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ