• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو اېن اېچ سي ار: له پاکستانه غواړو، چې د کارت لرونکو کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۲۰ GMT+۱

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، هغو راپورونو سخت اندېښمن کړي چې وايي کارت لرونکي افغان کډوال له پاکستانه اېستل کېږي.

د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی د پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې چې دا مهال دوی په افغانستان کې د بېرته ستنېدو پر مهال ورسره مخامخېدای شي.
له هغه مهاله چې د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د کډوالۍ (اې سي سي) کارټونه لري د اپرېل تر پنځلسمې وخت ټاکلی، ورسره ګڼ افغانان اندېښمن دي او وايي چې که چېرته د مخکیني پړاو په څېر دوی اېستل کېږي؛ نو دوی به د سترو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي.
په اسلام اباد کې افغان کډوال محمد نعیم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی د شپاړسو کالو را په دې خوا په راولپنډۍ کې اوسېږي او دلته کاروبار کوي.

هغه وايي: همدا اوس زما ټول ماشومان دلته په زده‌کړو بوخت دي، ټولې لوڼې مې ښوونځیو او پوهنځیو ته ځي که موږ ستنول کېږو؛ نو د دوی برخلیک ته حیران یم چې څه به کېږي، هلته خو د دوی لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې هم نه شته.
عزت الله یو بل افغان دی چې وايي دلته یې په تېرو شلو کالو کې یې ځانته ژوند جوړ کړی؛ که چېرته هغه په زوره ستنول کېږي د هغه ټول ژوند ورسره زیانمنېږي.

هغه وړاندې وايي: حکومت ته په کار دا دي، چې په دې برخه کې خلکو ته کافي وخت ورکړي؛ تر څو هغوی د خپل ژوند ټولې چارې راغونډې کړي او خپل حسابونه کتابونه راټول کړي. داسې خو نه کېږي، چې په یوه ورځ یا یوه میاشت کې درته ووايي چې ته ووځه دا چې ستا دلته ټول کاروبار او ژوند خوندي دی هغه به څنګه کېږي؟
زرغونه یوه بله افغان کډواله ده، چې په اسلام اباد کې ژوند کوي هغه په دې برخه کې د پړې ګوته په افغانستان کې اوسنیو واکمنانو ته نیسي.

هغه زیاتوي: که دوی په رښتیني توګه ځانونه د افغانستان واکداران بولي؛ نو باید د ډیپلوماټیکو لارو چارو دې د پاکستاني چارواکو سره د خپلو خلکو د برخلیک په اړه خبرې اترې وکړي، واکمني خو دا نه ده چې یوازې څوکۍ ونیسه او د واک پر ګدۍ تکیه شه نور د خلکو له غمه بې‌غمه اوسه.
له تېرې ورځې را په دې خوا داسې رپوټونه خپاره شوه، چې ګواکې د پاکستان حکومت غواړي سر له ننه د (اپرېل په ۱۶مه) افغان کډوال په زوره له پاکستانه وباسي؛ خو په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزی وايي، چې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه کوم ځانګړی راپور نه شته او د بلوچستان په صوبه کې هم سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې تر دې مهاله یې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.
داسې راپورونه هم شته، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د پاکستانی پلاوي په ورتګ کې د دواړو غاړو تر منځ داسې پرېکړه شوې چې دمګړۍ دې د افغان کډوالو په ستنولو کې پاکستانی لوری له بېړې کار نه اخلي او په دې برخه کې دې یو څه نرمښت راولي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي