• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غره ښویېدنې له امله د ګردیز_خوست لویه لار د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۱

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د ګردېز_خوست لویه لار د غره ښویېدنې له امله د ټرافیکو لپاره وتړل شوه. ‏د دغو چارواکو په وینا، د پکتیا په سټو کنډو کې د غره ښویېدو له امله دغه لار تړل شوې ده.

دوی زیاته کړې، چې د دغې لویې لارې د بیا خلاصون او پاکولو لپاره هڅې روانې دي.
‏له بل پلوه د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سمنګان_بلخ لویه لاره چې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه؛ د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
دغه وزارت تېره ورځ خبر ورکړی و، چې د سمنګان_بلخ لویه لار د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده.
دغه لویه لار د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه.
له بل پلوه په فراه ولایت کې هم د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وايي، چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د سېلابونو راوتو او غر ښویېدو له امله تړل شوې ده.
د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ لاره هم د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله تړل شوې ده.
د دغه وزارت په خبره، د دغې لارې د خلاصون لپاره یې هلې، ځلې روانې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي
۱

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۲

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۵

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي