د اسټرالیا پولیسو د سیډني په یوه کلیسا کې د چاقو برید 'ترهګریز' بللی دی

د استرالیا پولیسو د سیډني په کلیسا کې د چاقو برید «ترهګريز» بللی او ویلي یې دي چې انګېزه یې ښايي د «مذهبي افراطیت» له امله وي. په سیډني کې د دوشنبې ورځې په برید کې د یوه پادري په ګډون لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي چې په تړاو یې یو تنکی ځوان نیول شوی دی.