په خیبرپښتونخوا کې د وروستیو ورښتونو له امله د مړو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شو

په پېښور کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په دغې صوبه کې د وروستیو ورښتونو له امله د مړو شمېر ۴۶ او د ټپیانو شمېر ۶۰ تنو ته پورته شو.