• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د قومي او صوبايي اسمبلۍ د ۲۱ حوزو د ضمني ټاکنو د رایه ورکونې پروسه پای ته ورسېده

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۶ GMT+۱

په بېلابېلو سیمو کې له شخړو سره - سره په پاکستان کې د قومي او صوبايي اسمبلۍ په ۲۱ حوزو کې د ضمني ټاکنو لپاره د رایې اچونې وخت پای ته ورسېد او اوس د ابتدايي پایلو لپاره د رایو د شمېرنې پروسه پیل شوې ده.

د رایه ورکونې پر مهال د پنجاب په یو شمېر سیمو کې د سیاسي ګوندونو د کارکونکو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د صوبايي اسمبلۍ په ۱۳۹مه حوزه شیخوپوره کې د رایه ورکونې په یوه مرکز کې د سني اتحاد کونسل او مسلم لیګ (ن) د کارکوونکو تر منځ نښته شوې، مخالفو سیاسي ډلو پر یو بل ډزې کړي او درې تنه ټپیان دي.

پوليس وايي، چې د نظام پورډاکا کلي د هلکانو عالي لېسې د رایه اچونې مرکز مخې ته شخړه رامنځته شوې، دغه شخړه د انتخاباتي کمپ د موقعيت له امله شوې، چې دوه کسان يې نيولي دي، له نښتې وروسته د رایه اچونې مرکز بېرته پيل شوی و.

بلخوا په این ای ۱۹۹یمه حوزه کې د سني اتحاد کونسل او مسلم لیگ (ن) د کارکوونکو تر منځ بله نښته شوې، نښته د لاهور کالج د رایه اچونې په مرکز کې شوې ده.

بل اړخ ته په نارووال کې هم د سني اتحاد کونسل او مسلم ليګ (ن) کارکوونکو تر منځ شخړه شوې ده، چې پکې د مسلم ليګ ن یو غړی محمد يوسف په ډزو کې وژل شوی دی.

د پاکستان په کومو حوزو کې ضمني انتخابات کیږي؟

په دغو ضمني ټاکنو کې دوه حوزې په پنجاب کې دوه په خېبر پښتونخوا کې او یوه ټاکنیزه حوزه په سند کې موجوده ده.

همداراز د صوبايي اسمبلۍ لپاره ۱۲ حوزې په پنجاب کې، دوه په بلوچستان کې او دوه حوزې په خېبر پښتونخوا کې د ضمني ټاکنو غړې حوزې دي.

د یادونې وړ ده، چې د امنیتي اندېښنو له امله په ځینو ټاکنیزو حوزو کې د موبایل خدمات هم درول شوي وو.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ سرچینې: د ټي ټي پي وسلوال د اغزن سیم پرې کولو سره پاکستان ته ننوځي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

په یوه ویډیو کې د وسله والو یوه ډله لیدل کېږي، چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په پرې کولو سره وزیرستان ته ننوځي. د پاکستان حکومت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې دغه وسله وال د پاکستاني طالبانو د قوماندان حافظ ګل بهادر دي.

د پاکستاني طالبانو قومندان حافظ ګل بهادر پورې اړوند وسله والو له کوچني اختر وروسته د اغزن سیم په پرې کولو سره وزیرستان ته ننوتلي دي.
د سرچینې په خبره، په دغو جنګیالیو کې یو شمېر افغانان هم شته.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې سره، پاکستاني چارواکو په ځلونو شکایت کړی، چې حافظ ګل بهادر او د ټي ټي پي جنګیالي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امن پټنځایونه لري.
طالبانو د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې اسلام اباد د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله ناکامي په دغې ډلې اچوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ په جبري توګه د پاکستان حکومت له‌خوا ستنې کړل شوې. دغه وزارت د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) پر خپلې اېک‍س پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰ کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول راستن‍ې کړل شوې.

دغه وزارت وايي، یادې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه دی د تورخم له لارې د پاکستان د حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو دغه وزارت ویلي، له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دمګړۍ په پاکستان کې اته سوه زره اې سي سي او ۱.۳ مېلیونه پي او ار کارټونو لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

پاکستاني سوداګر:د پاکستان_افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۵ GMT+۱

په لاهور کې د افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډه ناسته کې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی او له افغان سوداګرو یې د سوداګرۍ د ودې لپاره د ګډو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور د خان جان الکوزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې له غړو او سوداګرو سره د لاهور په سوداګرۍ خونه کې ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د راپورونو له مخې، د لاهور د سوداګرۍ خونې مشر کاشف انور له افغان سوداګریز پلاوي سره په دغه ګډه ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ښاغلي کاشف انور ویلي:« د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري ۵۲۲ مېلیون ډالره ده، چې د ښه کېدو لپاره یې ځای شته؛ که بانکي چېنلونه جوړ شي، د سوداګرۍ حجم څو چنده زیاتېدلی شي. د درملو، غالیو، وريجو، د موټرو پرزو او نورو برخو کې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو احتمال شتون لري. د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې د بارټر سیسټم لپاره یو حکم صادر کړی، چې له مخې به یې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي.»

په دغې لیدنه کې د افغان سوداګرو پلاوي مشر خان جان الکوزي ویلي چې، له پاکستان سره د سوداګرۍ زیاتولو ته لېوال دي؛ ځکه دواړه هېوادونه اوس یو بل ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري:« د دواړو هېوادونو تر منځ ۷۰ سلنه سوداګري د لاهور له لارې کېږي، چې له دې لارې افغانستان ته درمل، وريجې، د موټرو پرزې او نور توکي صادرېږي.»

پاکستاني سوداګرو ویلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاریخي ټولنیزو او اقتصادي اړیکو سربېره، د دوه اړخیزو سوداګریزو حجم رېښتیني امکانات نه منعکسوي؛ نو د سوداګرۍ د ودې لپاره باید ګډ او کوټلي ګامونه پورته شي.

د پاکستان توغندیز پروګرام ته د الو برابرولو په تور امریکا پر څلورو کمپنیو بندیز ولګاوه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان توغندیز پروګرام ته وسایلو برابرولو له امله د چین پر دریو او د بیلاروس پر یوه کمپنۍ بندیز ولګاوه. دغه وزارت په اعلامیه کې وايي، دغو کمپیونو د پاکستان د لرواټنه توغندیو په ګډون د دغه هېواد د بالستیک توغندیو پروګرام ته اړین مواد برابر کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله وېپاڼه کې د دغو څلورو خصوصي کمپنیو په هکله مفصل مالومات خپاره کړي چې د پاکستان د توغندیو برخې ادارو ته کوم ډول مواد برابروي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دغه هېواد رسنیو ته نن ویلي، چې د امریکا له نویو بندیزونو مالومات نه لري، خو زیاتوي چې واشنګټن پخوا هم بې ثبوته دا ډول ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان د توغندیز پروګرام په مقابل کې د امریکا نوي اقدامات په داسې مهال دي چې د اسلام اباد چارواکي وايي، دا هېواد ور سره د ترهګرۍ په ګډون په مختلفو امنیتي برخو کې مرستې کوي.

د پاکستان د مالیې وزیر: له پیسو نړیوال صندوق په میلیاردونو ډالر پور غواړو

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د مالیې وزير محمد اورنګزېب وویل،چې دغه هېواد له پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف د میلیاردو ډالرو اوږدمهالی پور غوښتنه کوي. د ترکیې له ټي ار ټي دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې نوموړي وویل، چې د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره یې پر دې پور خبرې روانې دي.

که څه هم نوموړي د دې پور کره شمېر نه دی ښودلی، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي، اسلام اباد له ای اېم اېف له شپږو تر اتو میلیارد ډالرو پور تمه لري.

پاکستان چې له څو کلونو راهیسې یې اقتصاد پر ځوړ روان دی، د روپۍ ارزښت یې هم ورځ تر بلې کمېږي.

دې وروستیو ورځو کې یې ارزښت نور هم ټیټ شوی، خو د مالیې ښاغلی اورنګېز د روپۍ ارزښت نور کمېدل ردوي.

نوموړي ترې دې مخکې په واشنګټن کې له بلومبرګ ټیم سره د ګردي میز ناستې ته وینا کې وویل، چې د پاکستان قوي ذخایر، د کرانسۍ پیاوړتیا او د صادراتو وده د روپۍ د ارزښت په ساتلو کې مرسته کوي.

هغه وویل چې هیواد یې د صنعت، کرنې او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې په راتلونکو کلونو کې څلور سلنه پرمختګ کوي.

له دې وړاندې د پاکستان د ماليې وزارت خبر ورکړی و، چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق د شپږ میلیارده ډالرو د پور اخیستو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

دوی وايي، چې له ای ایم ایف سره د پور د نوي پروګرام لپاره خبرې اترې به د دویمې اقتصادي کتنې سره ترسره شي او له دې صندوق څخه به د ۶ میلیارد ډالرو نوي پور پروګرام غوښتنه وشي.

ویل کیږي، چې د ای ایم ایف په شرایطو کې د ګازو بیه ښايي ۶۷ سلنه نوره هم ګرانه شي.

د مالیې وزارت د سرچینو په وینا؛ د نوي پور پروګرام لاندې به برېښنا او ګاز نور هم ګران شي او مختلفو سکتورونو ته ورکړل شوي سبسایډي به په مرحله واره توګه ختمه شي. د ټېکسونو په لړ کې به مختلفو سکټورونو ته ورکړل شوې استثنا هم ختمه کړل شي.

د پاکستان د مالیې وزارت سرچینې وايي، چې د پورونو نوی پروګرام به د اوسني معیار د موافقتنامې په پرتله د سختو شرایطو پر بنسټ وي.

ای ایم ایف به د راتلونکي مالي کال د بودیجې لپاره د مالیې وزارت ته وړاندیزونه ورکړي، چې د پلي کېدو لپاره به یې پاکستان تضمین ورکړي.

پاکستان لا له وړاندې یو له هغو هېوادونو څخه و، چې له نړۍوال وجهي صندوق څخه یې تر ټولو زیات پور اخیستی دی.