• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ سرچینې: د ټي ټي پي وسلوال د اغزن سیم پرې کولو سره پاکستان ته ننوځي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۱

په یوه ویډیو کې د وسله والو یوه ډله لیدل کېږي، چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په پرې کولو سره وزیرستان ته ننوځي. د پاکستان حکومت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې دغه وسله وال د پاکستاني طالبانو د قوماندان حافظ ګل بهادر دي.

د پاکستاني طالبانو قومندان حافظ ګل بهادر پورې اړوند وسله والو له کوچني اختر وروسته د اغزن سیم په پرې کولو سره وزیرستان ته ننوتلي دي.
د سرچینې په خبره، په دغو جنګیالیو کې یو شمېر افغانان هم شته.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې سره، پاکستاني چارواکو په ځلونو شکایت کړی، چې حافظ ګل بهادر او د ټي ټي پي جنګیالي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امن پټنځایونه لري.
طالبانو د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې اسلام اباد د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله ناکامي په دغې ډلې اچوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ایران د افغانستان لومړۍ ټرانزیټي اورګاډی، چې ترکیې ته روان و، درولی دی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لومړۍ ترانزیټي اورګاډی، چې د ترکیې په لور روان و، په ایران کې درول شوی دی. ایلنا خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه اورګاډي کې ۱۱۰ مټریک ټنه معدني ډبره بار وه، چې د ایران د روزنک اورګاډي تمځایه کې ودرول شوی؛ خو د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ایران خبري اژانس (ایلنا) د یکشنبې په ورځ د (غويي ۲مه) په خپل نشر شوي راپور کې ليکلي، چې د ایران له لوري د افغانستان ترانزيټي اورګاډی د بندېدو لامل تر اوسه معلوم ندی.

د ايلنا په راپور کې راغلي، چې « د ایران د اروګاډي د شرکت اجرايوي مشر میاد صالحي ادعا کوي، چې د ريل ټرانزيټ زياتوالی د لومړيتوبونو په سر کې دي؛ خو ويل کيږي، چې د نامعلومو دلایلو له امله د خواف – هرات د اورګاډي لومړۍ ترانزيټي اورګاډی او لومړۍ رسمي پټلۍ د روزنک په تمځای کې درول شوی او ایران دغه اورګاډي ته د خپل تګ راتګ د دوام لپاره لوکوموټيو اورکاډي ته نه دي ورکړی.»

ايلنا د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي دي، چې د دې اورګاډي د تېرېدو د نه پرېښودلو لامل "مالي مسایل" دي.

د طالبانو د ریل پټلۍ ادارې دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ له لارې د ترکیې مرسینګ ښار ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبره صادره شوه.

دغه اداره زياتوي، چې په دې ډبرو کې د تالک یا شوکاڼي ډبره شامله ده.

طالبان وايي، افغانستان دا مهال له ایران او ترکمنستان سره د اورګاډي له لارې نښلول شوی او هره ورځ له دې لارې سلګونه ټنه سوداګریز توکي صادریږي او واردېږي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي او اقلیمي مسله نه سیاسي کوي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چي، نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون مسایل نه سیاسي کوي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) د ځمکې نړۍوالۍ ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی او په دې برخه کې یې باید نړۍوال مالي ملاتړ وکړي.

د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، دوامداره وچکالي، د شین کوریزو ګازونو زیاتېدل، د ځنګلونو وهل او له منځه وړل او نورې ډېرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې ځمکې ته سخت زیان اړوي.

دوی له خلکو غوښتي، چې د ځمکې او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیتونه ادا کړي.

د ترکیې پولیسو یو تن د یوه افغان کډوال د وژنې په تور نیولی دی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د ترکیې پولیس وايي، د دغه هېواد په قیصري ښار کې یې د یوه ۲۸ کلن افغان ځوان د وژنې په تور یو کس نیولی دی. د راپورونو له مخې، دغه افغان کډوال له یوه ترکي وګړي سره تر لفظي شخړې وروسته په چړو وهل شوی دی.

د ترکي رسنیو د راپورنو پر بنسټ، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د (وري ۳۰مه) د قیصري ښار د ملک غازي ولسوالۍ په کېکوبات سیمه کې شوې وه.

د راپورونو له مخې، یوه ۳۹ کلن شکمن کس چې د ترکیې تبعه دی یو افغان ځوان تر لفظي شخړې وروسته وژلی او د پېښې له ځایه تښتېدلی و.

د ترکيې ډي اېچ اي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې پولیسو دوه ورځې وروسته دغه شکمن کس نیولی دی.

تر اوسه د دې وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو عیني شاهدانو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د سړک پر غاړه د یوه موټر له خرابېدو وروسته مشکوک کس پر یوه افغان ځوان په چاقو برید وکړ او هغه یې وواژه.

د راپورونو له مخې، د افغان ځوان د وژنې په تور نیول شوی کس د محکمې د پرېکړې له مخې زندان ته اچول شوی دی.

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ په جبري توګه د پاکستان حکومت له‌خوا ستنې کړل شوې. دغه وزارت د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) پر خپلې اېک‍س پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰ کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول راستن‍ې کړل شوې.

دغه وزارت وايي، یادې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه دی د تورخم له لارې د پاکستان د حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو دغه وزارت ویلي، له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دمګړۍ په پاکستان کې اته سوه زره اې سي سي او ۱.۳ مېلیونه پي او ار کارټونو لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

روغتیا نړۍوال سازمان: د بېړنیو خدمتونو برخه کې تر ۵۰۰ ډېر ډاکټران او روغتیاپالان وروزل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې تر ۵۰۰ ډېر ښځینه او نارینه ډاکټران او روغتیاپالان یې د بېړنیو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزلي دي. دغه سازمان وايي، د بېړنیو ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندي کوونکو روزل شویو روغتیاپالانو له ډلې څخه له ۲۰۰ زیاتې یې ښځې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو او بېړنیو حالاتو ته په کتو یې اوس له ۵۰۰ ډېر داسې روغتیا پالان روزلي چې، د بېړنیو حالاتو پر مهال به بېړنو ناروغانو ته د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تازه روزل شویو روغتیا پالانو له لوري د خدمتونو وړاندې کولو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغو تازه روزل شویو روغتیا پالانو له ډلې څخه ۲۰۴ تنه یې ښځینه روغتیاپالانې دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وايي، تازه روزل شوي روغتیا پالان به د افغانستان په مرکزي، ولایتي او د ولسوالیو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د بېړني حالت ناروغانو لپاره د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د افغاستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان ډاکټر محمد تاهون وايي:« د لومړنیو بېړنیو روغتیايي خدمتونو کورس په ۲۰۲۱ کال کې پیل شو. د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري روزل شوي روغتیاپالانو کې جراحان، داخله ډاکټران د نسايي ناروغیو متخصصان او قابله ګاني او نرسان شامل دي.»

نوموړی وايي، دغه تازه روزل شوي روغتیاپالان په بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژغورنې لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د ډاکټر تاهون په خبره، دا تازه روزل شوي روغتیا پالان په بېړنیو حالاتو کې د ماشومانو د تنفسي ستونزو د کنټرول، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم لپاره د خدمتونو وړاندې کول، د زړه ناروغانو، ټرافیکي او د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، هڅه کوي چې د بېړنیو حالاتو پر مهال د ژوند ژغورل لومړني خدمات وړاندې کوونکي روغتیاپالانو خدمتونه نور هم ډېر کړي.