• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو یو تن د یوه افغان کډوال د وژنې په تور نیولی دی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د ترکیې پولیس وايي، د دغه هېواد په قیصري ښار کې یې د یوه ۲۸ کلن افغان ځوان د وژنې په تور یو کس نیولی دی. د راپورونو له مخې، دغه افغان کډوال له یوه ترکي وګړي سره تر لفظي شخړې وروسته په چړو وهل شوی دی.

د ترکي رسنیو د راپورنو پر بنسټ، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د (وري ۳۰مه) د قیصري ښار د ملک غازي ولسوالۍ په کېکوبات سیمه کې شوې وه.

د راپورونو له مخې، یوه ۳۹ کلن شکمن کس چې د ترکیې تبعه دی یو افغان ځوان تر لفظي شخړې وروسته وژلی او د پېښې له ځایه تښتېدلی و.

د ترکيې ډي اېچ اي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې پولیسو دوه ورځې وروسته دغه شکمن کس نیولی دی.

تر اوسه د دې وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو عیني شاهدانو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د سړک پر غاړه د یوه موټر له خرابېدو وروسته مشکوک کس پر یوه افغان ځوان په چاقو برید وکړ او هغه یې وواژه.

د راپورونو له مخې، د افغان ځوان د وژنې په تور نیول شوی کس د محکمې د پرېکړې له مخې زندان ته اچول شوی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ په جبري توګه د پاکستان حکومت له‌خوا ستنې کړل شوې. دغه وزارت د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) پر خپلې اېک‍س پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰ کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول راستن‍ې کړل شوې.

دغه وزارت وايي، یادې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه دی د تورخم له لارې د پاکستان د حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو دغه وزارت ویلي، له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دمګړۍ په پاکستان کې اته سوه زره اې سي سي او ۱.۳ مېلیونه پي او ار کارټونو لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

روغتیا نړۍوال سازمان: د بېړنیو خدمتونو برخه کې تر ۵۰۰ ډېر ډاکټران او روغتیاپالان وروزل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې تر ۵۰۰ ډېر ښځینه او نارینه ډاکټران او روغتیاپالان یې د بېړنیو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزلي دي. دغه سازمان وايي، د بېړنیو ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندي کوونکو روزل شویو روغتیاپالانو له ډلې څخه له ۲۰۰ زیاتې یې ښځې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو او بېړنیو حالاتو ته په کتو یې اوس له ۵۰۰ ډېر داسې روغتیا پالان روزلي چې، د بېړنیو حالاتو پر مهال به بېړنو ناروغانو ته د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تازه روزل شویو روغتیا پالانو له لوري د خدمتونو وړاندې کولو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغو تازه روزل شویو روغتیا پالانو له ډلې څخه ۲۰۴ تنه یې ښځینه روغتیاپالانې دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وايي، تازه روزل شوي روغتیا پالان به د افغانستان په مرکزي، ولایتي او د ولسوالیو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د بېړني حالت ناروغانو لپاره د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د افغاستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان ډاکټر محمد تاهون وايي:« د لومړنیو بېړنیو روغتیايي خدمتونو کورس په ۲۰۲۱ کال کې پیل شو. د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري روزل شوي روغتیاپالانو کې جراحان، داخله ډاکټران د نسايي ناروغیو متخصصان او قابله ګاني او نرسان شامل دي.»

نوموړی وايي، دغه تازه روزل شوي روغتیاپالان په بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژغورنې لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د ډاکټر تاهون په خبره، دا تازه روزل شوي روغتیا پالان په بېړنیو حالاتو کې د ماشومانو د تنفسي ستونزو د کنټرول، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم لپاره د خدمتونو وړاندې کول، د زړه ناروغانو، ټرافیکي او د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، هڅه کوي چې د بېړنیو حالاتو پر مهال د ژوند ژغورل لومړني خدمات وړاندې کوونکي روغتیاپالانو خدمتونه نور هم ډېر کړي.

متقي د اسیا پسفیک مشر ته: د افغانانو هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې هم ګړندۍ کړئ

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسیا پسفیک مشر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړمنو سېمو کې دې همکاري او د روغتیا په برخه کې دې خدمتونه ترسره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپلې اېکس پاڼې لیکي چې، د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) نېټه د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب د نړۍوال فدراسیون د اسیا پسفیک د برخې مشر الکسانډر مټیو سره لیدلي.

نوموړي د الکسانډر له قوله لیکلي چې، په په تېر یوه کال کې يې د پنځه مېلیونه اړمنو وګړو لپاره د روغتیا، اوبو رسولو او طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې ۲۸ مېلیونه سویسي فرانکه لګولي دي.

ضیا احمد د دغه لیدنې په اړه لیکلي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب د نړۍوال فدراسیون د اسیا پسفیک له مشره غوښتي چې، د افغانانو هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې هم ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې دې نور خدمتونه هم وړاندې کړي.

متقي له الکسانډر څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان رېښتینی انځور د خپلو سترګو لیدلی وضعیت دې تر نړۍوالو ورسوي.

پاکستاني سوداګر:د پاکستان_افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۵ GMT+۱

په لاهور کې د افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډه ناسته کې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی او له افغان سوداګرو یې د سوداګرۍ د ودې لپاره د ګډو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور د خان جان الکوزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې له غړو او سوداګرو سره د لاهور په سوداګرۍ خونه کې ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د راپورونو له مخې، د لاهور د سوداګرۍ خونې مشر کاشف انور له افغان سوداګریز پلاوي سره په دغه ګډه ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ښاغلي کاشف انور ویلي:« د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري ۵۲۲ مېلیون ډالره ده، چې د ښه کېدو لپاره یې ځای شته؛ که بانکي چېنلونه جوړ شي، د سوداګرۍ حجم څو چنده زیاتېدلی شي. د درملو، غالیو، وريجو، د موټرو پرزو او نورو برخو کې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو احتمال شتون لري. د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې د بارټر سیسټم لپاره یو حکم صادر کړی، چې له مخې به یې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي.»

په دغې لیدنه کې د افغان سوداګرو پلاوي مشر خان جان الکوزي ویلي چې، له پاکستان سره د سوداګرۍ زیاتولو ته لېوال دي؛ ځکه دواړه هېوادونه اوس یو بل ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري:« د دواړو هېوادونو تر منځ ۷۰ سلنه سوداګري د لاهور له لارې کېږي، چې له دې لارې افغانستان ته درمل، وريجې، د موټرو پرزې او نور توکي صادرېږي.»

پاکستاني سوداګرو ویلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاریخي ټولنیزو او اقتصادي اړیکو سربېره، د دوه اړخیزو سوداګریزو حجم رېښتیني امکانات نه منعکسوي؛ نو د سوداګرۍ د ودې لپاره باید ګډ او کوټلي ګامونه پورته شي.

د کندهارـ هرات او کندهارـ روزګان پر لویو لارو په ټرافیکي پېښو کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۱۰ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د کندهارـ هرات پر عمومي لاره د واشېر په ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو مسافر وړونکی موټر له اصلي سړک څخه اوښتی چې له امله یې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د شنبې په ورځ د (غويي لومړی) نېټه د کندهارـ هرات پر لویه لار د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی بس موټر د سېلابونو د اوبو له امله له اصلي سړکه اوښتی او ۱۱ تنه مسافر پکې ټپیان شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وايي، ټپیان یې د درملنې لپاره د ښوراب روغتون ته انتقال کړي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

بل خوا په روزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د شنبې په ورځ د روزګان ـ کندهار پر لویه لار د سېلابي اوبو له امله یو تېز رفتار موټر له خپل اصلي سړک څخه اوښتی، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ورستیو سېلابونو د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د یوشمېر لویو پلونو او وړو پلچکونو د ویجاړېدو له امله د یو شمېر سیمو او ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوې دي.