په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه غورځېدلي ډرون د ټوټو تحلیل ښيي، چې جوړښت او د څرخ بڼه یې د طالبانو له خوا کارول کېدونکو ډرونونو سره ورته والی دي.

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه غورځېدلي ډرون د ټوټو تحلیل ښيي، چې جوړښت او د څرخ بڼه یې د طالبانو له خوا کارول کېدونکو ډرونونو سره ورته والی دي.
د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه غورځېدلي ډرون د ټوټو د موندل کېدو په اړه ادعا شوې، چې جوړښت او د څرخونو بڼه یې د طالبانو د جوړو ډرونونو له جوړښت سره ورته والی لري.
د طالبانو د مخالفې وسلهوالې ډلې ازادۍ جبهې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هغه انځورونه استولي چې ویل کېږي په یوه غرنۍ سیمه کې د غورځول شوي ډرون له ټوټو اخېستل شوي دي.
په دغو انځورونو کې د ډرون ځینې برخې، موتور او څرخ یا پروپیلر لیدل کېږي.
د انځورونو پر بنسټ، د الوتکې جوړښت، د څرخ ډول او ځینې ظاهري ځانګړنې د هغو بېپیلوټه الوتکو له جوړښت سره ورته دي چې طالبان یې د بریدونو او نورو موخو لپاره کاروي.
د شنونکو له نظره، که د ډرون د پاتې شونو هویت په خپلواکه توګه تایید شي او څرګنده شي چې دغه ډرون د طالبانو اړوند دی، دا به د طالبانو د بېپیلوټه الوتکو د کارونې څرنګتیا او ظرفیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د پاکستان پر ښاري سیمو د طالبانو ډېری کارېدلي ډرونونه ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې وې، چې شاوخوا دوه متره تنه او له تنې اوږده وزرونه یې درلودل. په انځورونو کې ښکاري چې په زیباک کې د لویدلي ډرون ټوټې هم له دغو ډرونونو سره ورته دي.
تر اوسه طالبانو د دې ادعا، د خپرو شوو انځورونو او د ډرون د هویت په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.